پکتیکا ته د کرنې وزارت د مسلکي مرستیال په مشرۍ د ګډ پلاوی سفر

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۰:۱۲
پکتیکا ته د کرنې وزارت د مسلکي مرستیال په مشرۍ د ګډ پلاوی سفر


۱۶ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدر اعظم په مشرۍ ګډ پلاوي پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې، دپکتیکا له والي الحاج مولوی عبدالله مختار او یو شمېر نورو مسوولینو سره د ناستې په ترڅ کې د ځنګل وهلو مخنیوي او د ځنګلي سیمو د پخوانیو وهل شویو لرګیو لېږد په تړاو خبرې وکړې.
په دې غونډه کې، مولوي صدر اعظم وویل: «ځنګلونه ملي شتمني ده او د ساتنې لپاره یې هر اړخیزې هڅې کوو.»
ښاغلی صدراعظم وویل، چې د کرنې وزارت د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په پار هلې ځلې کوي. 
په همدې حال کې، دپکتیکا له والي الحاج مولوی عبدالله مختار د ځنګلونو د ساتنې او د صنعت ودې او پراختیا په اړه د څرګندونو ترڅنګ د کرنې وزارت مسلکي مرستیال ته د هر را زهمکاریو ډاډ ورکړ.
الحاج مولوي مختار وویل: «د پکتیکا ولایت د ځېنو ولسوالیو خلک د لرګیو پېر او پلور کوي، خو  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو څه وخت لپاره د لرګیو پېر او پلور باندې بندیز وه،  ترڅو پورې خلک شنې ونې ونه وهي. ځکه اکثرو خلکو به شنې ونې وهلې،  چې د طبیعي ښکلا سربېره به مېوه لرونکو ونې هم له منځه وړلې،  چې د طبیعت ښکلا له منځه تله او د جلغوزیو حاصلاتو په اخېستلو کې کموالې راتلل.
نوموړي راغلي پلاوي ته هم ډاډ ورکړ چې د ا.ا د پالیسۍ، پرېکړو تطبیق او د خلکو ستونزو اوارولو په موخه به په دې ولایت کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت