فارياب له اوسېدونکو سره د کرنې وزارت د سرپرست لیدنه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۵:۱۸
فارياب له اوسېدونکو سره د کرنې وزارت د سرپرست لیدنه


۱۰ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو  وزارت سرپرست فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو، سوداګرو، کروندګرو، مالدارانو او اوسېدونکو سره د پېژندګلوي لیدنه وکړه.
د فارياب ولايت  بېلابېل اقشارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري لیدو ته ورغلي وو او په دې دنده يې د ټاکل کېدو له امله د مبارکي ويلو ترڅنګ نوموړي ته د کرنې سکټور د پراختیا په لار کې د لا برياوو هيله هم وکړه.
  په همدې حال کې مولوي عطاالله عمري دفارياب ولايت دبيلابيلو ادارو له مسوولينو سره وکتل او په بيلابيلو موضوع ګانو يې خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه  په هدایت د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د څیړلو او له سیمه ییزو چارواکو، سوداګرو، بزګرانو او مالدارانو سره د لیدنې او د هغوِ د ستونزو د هوارولو په موخه فاریاب ولایت ته سفر کړی دی.

دیدار سرپرست وزارت زراعت با باشنده‎‌گان فاریاب
۱۰ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای در جریان سفرش به ولایت فاریاب با شماری از مسوولان محلی، تجار، دهقانان، مالدارن و باشنده‌گان این ولایت دیدار های تعارفی برگزار کرد.
مردم از اقشار مختلف ولایت فاریاب به دیدار مولوی عطاالله عمری سرپرست وزارت زراعت آبیاری و مالداری آمده و تقرر وی را به این مقام مبارک گفته و آرزوی موفقیت در جهت انکشاف این سکتور نمودند. 
 در همین حال مولوی عطاالله عمری با مسوولان ادارات مختلف در ولایت فاریاب دیدار کرده و روی موضوعات مختلف بحث و گفتگو کرد.
مولوی عطاءالله عمری  سرپرست وزارت زراعت طبق هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان به منظور بررسی وضعیت زراعت و مالداری  و دید بازدید با مسوولان محلی، تجار، دهقانان و مالدارن جهت حل مشکلات شان به ولایت فاریاب سفر کرده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت