د بادغیس ولایت سیمه ییزو چارواکو سره دکرنې سرپرست وزیر مشورتي ناسته

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۱:۲۳
د بادغیس ولایت سیمه ییزو چارواکو سره دکرنې سرپرست وزیر مشورتي ناسته


۷تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري بادغیس ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو سره مشورتي ناسته وکړه.
دا ناسته د بادغیس ولایت والی مولوی عبدالصمد جاوید، مرستیال والي محب الله اسد او د بادغیس ولایت او کرنې وزارت د یوشمېر رییسانو په شتون کې جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې، دواړو خواوو دکرنې او مالدارۍ د تلپاتې پراختیا پر څرنګوالي، د کرنې او مالدارۍ له تاسیساتو خوندیتوب او د بادغیس په ولایت کې د ځنګلونو د پرېکولو مخنوي په هکله خبرې وشوې.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د یو پلاوي په مشرۍ چې دکرنې وزارت یوشمېر رییسان هم په کې شامل دي د بادغیس ولایت دکرنې او مالدارۍ وضعیت ارزونې، سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو اومالدارانو او سوداګرو سره د لیده کاته او د بزګرانو او مالدارانو دستونزو هوارولو او دغه راز دوی ته دلا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په پار یاد ولایت ته سفر کړی دی.

نشست مشورتی سرپرست وزارت زراعت با مسوولان محلی ولایت بادغیس
۷ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری  سرپرست وزیر وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی سفری به ولایت بادغیس مسوولان محلی ولایت بادغیس نشست مشورتی برگزار کرد.
این نشست با جضور داشت مولوی عبدالصمد جاوید والی و محب الله اسد معاون والی ولایت بادغیس و شماری از رئسای وزارت زراعت و ولایت باداغیس  دایر گردید.
 در این نشست دو طرف پیرامون  چگونگی انکشاف پایدار زراعت و مالداری، حفاظت از تاسیسات زراعتی و مالداری و  جلوگیری قطع جنگلات در ولایت بادغیس بحث نمودند.
مولوی عطاء الله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای در راس یک هیئت مشمول شماری از رئسای این وزارت جهت بررسی وضعیت زراعتی و مالداری ولایت بادغیس و دیدار با مسوولان محلی، دهقانا و مالدارن و تجار جهت رفع مشکلات دهقانان و مالدارن و ایجاد سهولت های بیشتر به آن ولایت سفر کرده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت