میدان وردګو ولایت کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۵:۴
میدان وردګو ولایت کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو


۳۱ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې "FAO" په همکارۍ د مالدارانو د ملاتړ او د څارويو د پوستکي ناروغۍ(lumpy skin Disease) د وقايې او مخنيوی په پار د هېوا په پنځو ولایتونو کې د یادې ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل کړی دی.
ددې کمپاین په لړکې د میدان وردګو په ولایت کې هم د څارویو د پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شوی دی، چې په لومړي پړاو کې ۳۰۰۰ زره ډوزه واکسين میدان وردګود سیمه ییزو وټرنرانو واحدونو ته توزیع شو چې، لومړی  پړاوکې مرکز میدان، نرخ جلریز او سید اباد کې د وترنر د ساحوی واحدونو د لار په مربوط ولسوالیوکې غواگانو او خوسکیو ته د ۲۰ افغانیو فیس په مقابل کې ورکول کېږي. 
باید وویل شي، جې دا واکسین به هغو غواګانو او خوسکیو ته ورکول کېږي، چې واکسین شوی نه وی، دا ناروغۍ یې نه وي تېر کړئ او اوسمهال په ناروغۍ اخته نه وي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

بازگشت