‎میدان وردګو ولایت کې پر یوشمېر بڼوالو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۹:۳۴
‎میدان وردګو ولایت کې پر یوشمېر بڼوالو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ د کرنیزو محصولاتو د بازار مندنې پروژې (ROP/AMP) په همکارۍ ددې ولایت د مرکز او دغه راز د نرخ او جلریز ولسوالیو پر هغو بڼوالو کیمیاوي سرې وېشلي دي، چې تر دې مخکې ورته دمېوو بڼونه جوړ شوي دي.
‎په دې لړۍ کې هر بڼوال ته ۵۰ کیلو یوریا او ۲۵ توره سره ورکړل شوي دي.
‎باید وویل شي، چې یاده مؤسسه په پام کې لري، چې ددې مؤسسې د بڼوالو ګروپونو جوړولو، د شنوخونو لومړنۍ سروې، په متراکمو بڼونوکې د پایو نصبول، د فصل اړوند دکرنیزو افتونو کنټرول، د بڼونو د تنظیمولو روزنیز پروګرامونه، بڼوالو ته لازمې لارښوونې او د ساحوي ښوونځیو جوړولو په پار سروې په لار واچول شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت