د جوزجان د قره قل فارم اړتیاوو ته د رسېدنې په پار ژمنه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۷:۲۳
د جوزجان د قره قل فارم اړتیاوو ته د رسېدنې په پار ژمنه


۲۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضل جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت د خواجه دوکوه په ولسوالی کې د جوزجان د قره قل فارم څخه د لیدنې په ترڅ کې دیاد فارم د چارواکو د فعالیتونو او اړتیاوو راپور واورېدل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د جوزجان د قره قل فارم مدیر عبدالغفور حکیمي د یاد فارم په هکله معلومات وړاندې کړل اوویې ویل: «اوسمهال په دې فارم کې ۴۵۰ دانې وري تر روزنې او پالنې لاندې دي، سږکال مو هم پر یوشمېر خلکو ۵۰ دانې وري ووېشل ترڅو د قره قل وریو نسل زیاد شي.»
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له دې فارم څخه دلیدنې پر مهال د یاد فار شپون ته د ډالۍ په ډول یوه اندازه نغدې پیسې ورکړل او له دوی سره ژمنه وکړه، چې د دوی د ستونزو هوارولو په پار جدي اقدام کوي.»
د قره قل وري ډېر اقتصادي ارزښت او نړیوال شهرت لري.
د قره قل ورویو پوستکي او وړۍ د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه دي.
دا فارم په ۱۳۴۳ ام کال کې جوړه شوې ده، چې د قره قل وریو د نسل د تکثیر په برخه کې فعالیت وکړي.

تعهد بر رسیدگی به نیازمندی‌های فارم قره قل در جوزجان
۲۶ سنبله ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی دیداری با مسوولان فارم قره قل ولایت جوزجان در ولسوالی خواجه دوکوه گزارش فعالیت و نیازمندی های آن ها را شنید. 
در این دیدار عبدالغفور حکیمی مدیر فارم قره قل جوزجان در مورد فارم متذکره معلومات اراییه کرده گفت" در حال حاضر  
۴۵۰ راس گوسفند در این فارم تحت پرورش است، امسال نیز ۵۰ راس قچ را به مردم توزیع کردیم تا نسل گوسفند قره قل زیاد شود".
معین مالی و اداری وزارت زراعت در دیدارش مقداری پول نقد به چوپان این فارم من حیث هدیه تسلیم و داد و وعده کرد در قسمت مرفوع ساختن نیازمندی های شان اقدام میکند.
گوسفند قره قل دارای ارزش اقتصادی زیاد می‌باشد که از شهرت جهانی برخوردار است. پوست و پشم آن از اقلام مهم صادراتی افغانستان می‌باشد. این فارم در سال ۱۳۴۳ تاسیس شده تا در تکثیر نسل گوسفندان قره قل فعالیت کند‌.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

بازگشت