لغمان: علينګار ولسوالۍ کې د لوکاړ سېمې د اوبو سربند د رغونې چارې پيل شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۹:۳۳
لغمان: علينګار ولسوالۍ کې د لوکاړ سېمې د اوبو سربند د رغونې چارې پيل شوې


د لغمان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د اوبومدیریت، د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو ته د رسېدنې او د ځمکې لاندې اوبه د پیاوړتیا په پار د علینګار ولسوالی د لوکاړ سیمې د اوبو سربند دبیارغونې چارې پیل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوکاړ سيمې د سيند تر څېرمه جوړ شوي و، د لغمان مرستيال والي مولوي سيد احمد بنوري، د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د اقتصاد رییس مولوي جان محمد، د ولايت مقام د دفتر رییس شکرالله، د ولايت مقام مالي او اداري آمر مولوي جمال الدين، د سينديزې حوزې رییس شېرجان راشدي، د علينګار ولسوال قاري ذاهدالله فاتح او نورو ګډون کړى و.
په پيل کې د لغمان ولايت مرستيال والي مولوي سيد احمد بنوري او د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن خبرې وکړې وويل ياد سربند، دکار په بدل کې د خوړو پروژې لخوا جوړېږي چې ۶۰ متره اوږدوالی، دوه متره او لس سانتي عرض او درې نيم متره ارتفاع لري.
ښاغلي محسن زياته کړه، چې د سربند د رغونې چارې به شاخوا يو مياشت وخت ونيسي، چې له جوړېدو سره به يې ٨٠٠ کورنۍ له روانو اوبو څخه برخمنې شي.

په همدې حال کې، د علينګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح او د لوکاړ سيمې ځايي اوسېدونکو له ولايتي ادارې او د کرنې رياست له مسولينو څخه مننه وکړه، چې ډېر ژر يې ددوى ستونزو ته رسيدګي وکړه.
ولسونو مسولينو ته ډاډ ورکړ چې له کاريګرو سره به هره برخه کې همکار پاتې شي څو دوى وشي کړاى، چې په ډاډه زړه خپلې چارې ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت