دکرنې سرپرست وزير د لوګر ولايت له سېلاب ځپلو سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۹:۳۷
دکرنې سرپرست وزير د لوګر ولايت له سېلاب ځپلو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير
مولوی عطاءالله‌عمري نن د خپل کار په دفتر کې د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوالی د سېلاب ځپلو کورنيو له استازو سره وکتل. 
په دې ليدنه کې ددې ولسوالی اوسېدونکو د سېلابونو پر مهال او وروسته تر سېلابونو د اسلامي امارت له همکاريو د مننې او قدر دانۍ ترڅنګ د کورونو د جوړولو په پار په خپلو سيمو کې د ځمکو دوېش غوښتونکي شول.
دوی دغه راز وويل چې د سېلابونو له وجې زرګونه کورنۍ زيانمن شوي دي چې بايد په دې برخه کې بايد ډېر کار ووشي، په ځانکړې توګه د اوبولګولو کانالو جوړول، ځمکې او هستوکنځيو جوړولو په برخه کې.
وروسته دکرنې وزارت سرپرست وزير خبرې وکړې ويې ويل:"امارت ژمن دی چې ستاسو سره همکاري او ستاسو ملاتړ وکړي، پېښو ته د رسېدنې په کمېسيون کې چې د رياست الوزراء تر رهبرۍ لاندې دي دا موضوع ورسره شريکوم، دغه راز دکرنې سکټور اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کوم چې د اسانتياوو او امکاناتو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي، دا د اسلامي امارت دنده ده چې په سختو شرايطو کې د خپل ولس لاس نيوی وکړي".

صحبت سرپرست وزارت زراعت با آسیب‌ده‌گان  سیلاب در ولایت لوگر

مولوی عطاءالله‌عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با باشنده‌های آسیب دیده‌ی ناشی از سیلاب‌های ولسوالی خوشی ولایت لوگر دیدار کرد. 
در این دیدار باشنده‌های این ولسوالی از همکاری‌های امارت اسلامی هنگام جاری شدن سیلاب و بعد از آن اظهار سپاس و قدر دانی نمودند. همچنان خواستار توزیع زمین برای اعمار خانه در منطقه شان شدند. آن‌ها اظهار داشتند که هزاران فامیل در نتیجه این سیلاب متضرر شده نیاز است که کار بیشتر صورت گیرد، به خصوص در قسمت اعمار کانال‌های آبیاری، زمین و منازل مسکونی شان.
بعد از آن سرپرست وزارت زراعت زراعت صحبت‌ نموده گفتند:" امارت در همکاری و حمایت شما متعهد است، در کمسیون رسیده‌گی به حوادث که تحت رهبری ریاست‌الوزراء دایر میشود این موضوع را شریک می‌کنیم و همکاری می‌کنیم، همچنان به همکاران مسوول در زراعت هدایت میدهیم که در فراهم نمودن امکانات و سهولت‌ها مردم خوشی را همکاری نمایند، این وظیفه امارت اسلامی است که دست مردم خود را در شرایط دشوار بگیرد".

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت