ننګرهار کې د سټروسو ۱۶۹ جريبه بڼونه جوړېږي

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۱۳:۴
ننګرهار کې د سټروسو ۱۶۹ جريبه بڼونه جوړېږي


۷ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي چې ددې فارم  اړوند د هډې فارم په شپږ بلاک کې د سټروسو بڼونو جوړولو چارې پيل شوي دي.
د چارواکو پ خبره د ننګرهارکانال ریاست هډې فارم اړونده شپږم بلاک په ( ۳۸، ۳۷، ۲۹، ۳۰ ) نمره ځمکو کې چې څه د پاڅه ۱۹۶ جریبه ځمکه په برکې نېسي، د درېو کرنیزو شرکتونو له لوري  پرې د ۱۸ میلونه افغانیو په لګښت د مالټې بڼونو جوړونې چارې روانې دي. 
د یادونې ده چې د ننګرهارکانال ریاست د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې او سټروسو بڼونو د تقويي او ځان بساینې په پار په روان کال  کې په شاوخوا ۱۲ زره جریبه ځمکې په څلورګونو فارمونو کې د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ننګرهار ولایت د مالټو له درکه په ځان بسیا او د پردیو له اختیاجه به خلاص شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت