د کابل د فتحې د لومړۍ کلیزې په مناسبت دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستيال د مبارکۍ پیغام!

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۲۰:۱۵
د کابل د فتحې د لومړۍ کلیزې په مناسبت دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستيال د مبارکۍ پیغام!


د هېواد شریف، متدین،مجاهد، مؤمن ،غیور اوپه ازادۍ مین ولس ته د کابل د فتحې د لومړۍ  نېکمرغه کالیزې په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایم، خدای ج دې وکړي چې دغه تاریخي او له ویاړه ډکه ورځ د ټول افغانستان په هره لوېشت سیمه کې د سولې، ثبات، ملي یووالي، ترقۍ او ټولنیز پرمختګ لامل وګرځي.
د زمري ۲۴ مه د افغانستان په تاریخ کې هغه ویاړلي او نه هېرېدونکي ورځ ده، چې افغان باشهامته ولس په پراخو قربانیو لاسته راوړي او په تش لاس، خو غښتلي ایماني او هېوادني عزم یې د وخت له یرغلګرو او استعمارګرو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.
د دغې ورځې له نمانځنې سره د هېواد د ازادۍ د لارې د ټولو شهیدانو او غازیانو روح ته دعا استوم او له ځوان نسل څخه هیله لرم،چې د خپلو نیکونو د ګټلې ازادۍ د هراړخیزې او پوره ساتنې او نورو ارمانونو د تحقق لپاره کار وکړي.
ددې ورځې په مناسبت افغان ولس ته ډاډ ورکوم، چې د ملي خپلواکۍ او ملي ګټو د ساتنې او له هره اړخه په خپلو پښو د درېدو لپاره به زموږ مبارزه په لا ډېر قوت او موثریت دوام ولري.
زه يو ځل بيا ټولو هېوادوالو ته د کابل دفتحې د لومړي کليزې مبارکي وايم او په هېوادوالو غږ کوم، چې دخپلو وياړونو او تاريخي ورځو د ژوندي ساتلو دود خپل کړي او خپل راتلوونکی روښانه تاريخ دتېرو تجربو څخه په زده کړه جوړ کړي.
په درنښت
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال
مولوی فضل الباري فضلي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت