پکتیا کې د ځنګلوالۍ پر ۵۰ ټولنو لمریز پخلنځي ووېشل شول

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۵:۱۱
پکتیا کې د ځنګلوالۍ پر ۵۰ ټولنو لمریز پخلنځي ووېشل شول


۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي او چاپېریال ساتنې په پار دیاد ولایت د مرکز ګردیز، احمد خېلو او ډنډپټان ولسوالیو د ځنګلوالۍ د ۵۰ ټولنو پر لمریز پخلنځي ووېشل شول.
دغه لمریز پخلنځي د کرنې ریاست اړوند د اړیکو دفتر له خوا پر یادو کورنیو وېشل شوي دي.
د وېش په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست مولوي احسان الله احسان، د کرنیزو چارو آمر ښاغلي  مومند خروټي، د اړیکو دفتر مسئولینو او د ځنګلوالۍ ټولنو غړو ګډون کړي وو.
د پکتیا دکرنې سرپرست رییس مولوی احسان الله احسان په خپلو خبرو کې وویل، چې د یادو لمریزو پخلنځیو څخه په سمه توګه استفاده وکړئ او له خلکو یې وغوښتل، چې د ځنګلونو په ساتنه کې پوره ونډه واخلي. هغه له خلکو وغوښتل، چې یاد پخلنځي ترویج کړي، ترڅونور خلک هم ګټه ترې واخلي.
باید وویل شي، چې له لمریزو پخلنځیو څخه ګټه پورته کول د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو ترڅنګ د چاپېریال په ساتنه او د شین کوریزو ګازونو د کچې په ټېټولو کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت