دکرنې وزارت سرپرست د يلډي باشاک يرډم خيريه مؤسسې له چارواکو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۶ - ۱۸:۲۵
دکرنې وزارت سرپرست د يلډي باشاک يرډم خيريه مؤسسې له چارواکو سره وکتل


۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۸ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير مولوی عبدالرحمن راشد مصطفی بولوټ احمد او د "يلډي باشاک يرډم" خيريه مؤسسې له يوشمېر چارواکو سره وکتل.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير
مولوی عبدالرحمن راشد وويل:«افغانستان له ترکيې سره اوږمهاله اړيکې لري، تاسو  په لرو پرتو سيمو کې د افغانستان له محرومو خلکو سره همکاري وکړئ، کارموندنه او په ولايتونو کې مستحقو خلکو سره مرسته بايد ستاسو کاري لومړيتوب وي.»
په دې ليدنه کې د ياد خيريه بنسټ چارواکو د کرنې او اوبولګولو په بېلابېلو برخو کې د همکاريو ژمنه وکړه او د دواړو خواوو د اړيکو پر پياوړتيا هم ټينګار وشوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

بازگشت