دمیدان وردګو ولایت دکرنې ریاست: د جغتو ولسوالی د عشر او زکات مسوول او د عشر عاملینو سره غونډه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۱۶:۴
دمیدان وردګو ولایت دکرنې ریاست: د جغتو ولسوالی د عشر او زکات مسوول او د عشر عاملینو سره غونډه وشوه


۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۴ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د جغتو ولسوالی د عشر او زکات مسوول او د عشر عاملینو سره د همکارۍ او همغږۍ په پار غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د جغتو ولسوالی د جومات مولوی محمد حامد عطیش په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي نظام مسؤولینو یوه دنده په کلیو کې د عشر ټولول او د عاملینو سره پوره همکاري ده، او په دی کار کې اخلاص، صداقت او شفافیت اړین توکي دي، چې باید دعمل جامه ور واغوندو. ښاغلي محمد حامدعطیش زياته کړه عشر د خدای (ج) حق ده او د اسلامي نظام مسوليت دی، چې يادې برخې ته پوره رسېدنه وکړي.
د غونډې په پای کې د يادې ولسوالی د عشر او زکات مسوول  مولوی محمدحامدعطیش له عمومي رياست څخه د عشر او زکات راغلې نوټ پاڼې په عاشرينو ووېشل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت