دکرنې وزارت سرپرست د کاپیسا دکرنې رييس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۲۳:۲۷
دکرنې وزارت سرپرست د کاپیسا دکرنې رييس سره وکتل


۸ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد، د کاپیسا ولایت دکرنې رییس مولوی روح الله روحاني سره وکتل او په دې ولایت کې بزګرانو ته د وروستیو سېلابونو له وجې د اوښتو زیانونو راپور یې واورېدل.
دا لیدنه چې دکرنې په وزارت کې تر سره شوه، دکرنې وزارت سرپرست وزیر د فعالیتونو د راپور تر اورېدو روسته د کاپیسا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ته سپارښتنه وکړه، چې د زیانمو بزګرانو او مالدارانو دقیقه احصایه دې چمتو کړي، چې دکرنې وزارت له خوا ورسره مرستې ووشي، ترڅو د دوی ستونزې تر یوې کچې هوارې شي.
دغه راز په دې لیدنه کې د کاپیسا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د کرنې له سرپرست وزیر څخه وغوښتل، چې په کاپیسا ولایت کې دې د کورنیو باغچو (بڼګیو) د جوړولو برخې ته پاملرنه وکړي.


 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت