د ننګرهار دکانال ریاست: د زیتونو تېلو کچه لوړه شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۸:۰
د ننګرهار دکانال ریاست: د زیتونو تېلو کچه لوړه شوې


۸ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار وادي کرنیز ریاست د پروسس شویو زیتونو تېلو کچه  په بېسارې کچه لوړه شوې ده.
د چارواکو په خبره د ننګرهار وادي کرنیز ریاست د پروسس شوو زیتون تېلو څخه هره ورځ درې زره (۲۵۰ او ۵۰۰ملي لیتره ) بوتلونوډکولو پروسه پېل شوې ده، ټول ټال به ترې ۱۶۸۰۰۰ دوه نیم سوه ملي لیتره بوتلونه ډک او بازار ته به دا سوچه او خالص تېل وړاندې شي. 
د کانال ریاست د چارواکو په خبر سږ کال د زیتونو تېلو کچه ۱۲۲ زره  لیترو ته لوړه شوې، چې په تېرو دېرشو کلونو کې یې اندازه دومره کچې ته نه وه لوړه شوې .
په هېواد کې زیتونو بڼونو ته د پاملرنې له امله ددې ګرانبیې مېوې حاصلات په زیاتېدو دي.
زيتون پر دې سربېره چې خوندوره مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او ګڼو نورو ناروغیو مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت