پکتیکا کې د زلزله ځپلو سیمو سروې پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۰:۶
پکتیکا کې د زلزله ځپلو سیمو سروې پیل شو


۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۹ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست د کارکوونکو له خوا پر زلزله ځپلو خلکو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش ترڅنګ د ګیان او برمل ولسوالیو د زلزله ځپلو سیمو د کرنیزو ځمکو، کانالونو او له منځه تللو څارویو سروې هم پیل شوې ده، چې په چټکۍ سره روانې دي.
د چارواکو په خبره په یادو ولسوالیو کې د زلزلې له وجې په یادو ولسوالیو کې نږدې ۲۹۵۰ څاروي له منځه تللي دي، چې له دې ډلې د برمل په ولسوالۍ کې ۲۲۰۰ او په ګیان ولسوالی کې ۷۵۰ څاروي له منځه تللي دي.
د چارواکو په خبره د زلزله ځپلو سیمو د سروې تر بشپړېدو وروسته د یادو سیمو کرنیزې زېربناوې بېرته رغول کېږي او له زلزله ځپلو سره اړینې مرستې کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت