د میدان وردګو ولایت په ۷ ولسوالیو کې پراختیایي پروژې پلي کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۹:۴۱
د میدان وردګو ولایت په ۷ ولسوالیو کې پراختیایي پروژې پلي کېږي


۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۹ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالجبار خالد د «STARS» مؤسسې ولایتي مسوول رحمت الله شېرزاد سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د «سټارز» مؤسسې ولایتي مسوول رحمت الله شېرزاد وویل، چې د دوی مؤسسه په پام کې لري، چې د میدان وردګو ولایت په ۷ ولسوالیو «سید اباد، نرخ، مرکز میدان شهر، دایمیر داد، چک، حصه اول بهسود او مرکز بهسود» ولسوالیو کې د بذري تخمونو، کورنیو باغچو، چرګانو روزنې، د څارویو خوراکي توکو او دکرنیزو توکو دوېش په برخه کې ۱۴۵۷۸ کورنیو سره د نهو میاشتو په موده کې مرستې او همکارۍ وکړي.
ښاغلی شېرزاد وویل، چې د دوی عملي چارې په نږدې ورځو کې پیلېږي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالجبار خالد په خپلو خبرو کې د یادې مؤسسې ولایتي مسوول ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ. ښاغلی خالد وویل: «د قانون په چوکاټ کې هر راز همکاریو ته ژمن یو».
د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس وویل، چې د کرنې وزارت د پلان لوی ریاست له خوا د مؤسسو پر طرزالعمل جدي کار روان دی، چې بشپړېدو ته نږدې شوی دی، د یاد طرزالعمل مطابق هر راز همکاریو ته اماده او ژمن یو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت