پکتیا؛ د کرنې رياست او د کرنې او وترنرۍ مسلکي انستیتوت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو تړون لاسليک شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۰:۲۲
پکتیا؛ د کرنې رياست او د کرنې او وترنرۍ مسلکي انستیتوت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو تړون لاسليک شو


۶ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
دپکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست او د کرنې او وترنرۍ مسلکي انستیتوت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو تړون د يادو ادارو د مسؤلینو ترمنځ لاسليک شو، چې له مخې به يې يادې ادارې په ګډې همغږۍ د زده کړیالانو او بزګرانو د وړتیا لوړونې او د کرنې او مالدارۍ د پياوړتيا په برخه کې هلې ځلې کوي.
دپکتیا د کرنې رئیس مولوي عبدالروف سعيد وايي؛ د کرنې رياست تخنيکي ټيم چمتو دی، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ټولو اړوندو ادارو سره د تفاهم له مخې دوه اړخیزه همکارۍ وکړي، نوموړی زياتوي چې د لاسليک شوي تړون له مخې به د کرنې او وترنرۍ انستیتوت زده کړیالانو ته د وړتیالوړونې د روزنې ترڅنګ پر نويو څېړنو هم کار وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت