د کندهار د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیاته شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۱۱:۴۹

۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸
د کندهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیاته شوې ده. د کندهارد کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت پر ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټار ځمکه کې د انګورو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دغو بڼونو څخه سږکال ۲۷۳ زره او ۶۰ مټریک ټنه انګور په لاس راځي.
په کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شته لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور.
له شونډوخاني او ایته انګورو څخه کشمش یا ممیز هم جوړېږې.
د کندهار دامان، ژړۍ، پنجوایي، معروف، شاولیکوټ، ‌‌‌‌‌‌ډنډ او ارغستان هغه ولسوالۍ دي، چې د انګور ډېر بڼونه په کې جوړې شوي دي.

انګور او انار د کندهار له مشهورو مېوو څخه ګڼل کېږي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت