دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال دخوست دکرنې رياست له چارواکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۱۴:۴۸
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با مسوولان زراعت خوست دیدار کرد


۹ ليندۍ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس‌الدین شریعتي، دخوست ولايت دکرنې رياست له کارکوونکو سره په ليدنه کې د بڼوالۍ پر ترويج ټينګار وکړ.
 په دې ليدنه کې،  ښاغلی شريعتي د خوست دکرنې رياست چارواکو ته په خطاب کې وويل: "افغانستان ډېرو مالټو ته اړتيا لري، دې ته په کتو له تاسو دوې غوښتنې لرم: لومړی، بڼوالۍ ډېر ترويج کړئ او مالټې ته لومړيتوب ورکړئ، ځکه خوست د هغو ګوتو په شمېر ولايتونو څخه دی،  چې د مالټې بڼونو جوړولو په پار مناسب اقليم لري. دويم، د مصنوعي بڼونو جوړولو په پار کار وکړئ."
هغه د مصنوعي بڼونو په هکله وويل،  چې ددې ولايت له پاره چهارمغز او جلغوزې غوره دي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال زياته کړه،  چې د بڼونو جوړول د هېواد د ښکلا او سمسورتيا ترڅنګ، د خلکو د اقتصادي پياوړتيا، کارموندنې او چاپېريال ساتنې په برخه کې اساسي ونډه لري.
 په دې ليدنه کې،  د خوست دکرنې رياست کارکوونکو په تېرو کلونو کې د ليمو بڼونو احداث ته په اشارې وويل،  چې په تېرو درې کالو کې،  دوی د جلغوزې او چهارمغزو څه باندې يومېليون نيالګي توليد او وېش ته چمتو کړي دي، چې د سلواغې په مياشت کې  وېشل کېږي.
هغوی زياته کړه،  چې دا نيالګي د ځنګلونو د بيارغونې په پار په ۲۷هکټاره ځمکه کې کېنول کېږي.
ديادونې وړ ده،  چې خوست ددې مېوې د توليد له پاره مناسبه اوبه او هوا لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت