دبشری سرچینو ریاست
د بشري سرچینو ریاست د ملکي خدمتونو د کړنلارې او لارښونو پر اساس او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون په همکاری تآسیس شوی دی او د همدې ادارې په ملاتړ پیاوړی شوی دی، له دې سره سره ددې ادارې د پیاوړتیا په پار یو شمیر کړنې تر سره شوې دي. د بشري سرچینو ریاست ګڼ شمیر دندې په متمرکز ډول ترسره کوي او پاتې نوروې یې په غیرې متمرکز ډول سره د بشري سرچینو ریاست دولایتي څانګو لخوا مدیریت کیږي. د بشري سرچینو ریاست د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د بشري سرچینو مدیریت څانګې پرانیستي دي او نوموړې څانګې خپل کاري راپور ولایتي کرنې ریاستونو مشرانو ته ورکوي او همدا راز هره ورځ له مرکزي بشري سرچینو ریاست سره د بشري سرچینو د ورځنیو چارو په برخه کې د لارښوونو اخیسټنو په پار همغږي لري.
د ملکي خدمتونو پر مقرراتو او قوانینو سربیره ټولو ولایتي کارکوونکو ته په ځانګړي ډول، هغه کسانو ته چې د بشري سرچینو په برخه کې کار کوي روزنه ورکړل شوې ده.
د بشري سرچینو ریاست له ۵ څانګو څخه تشکیل شوی دی.
-
د ادارې پراختیا آمریت
-
دکارکوونکو د ټاکلو آمریت
-
د کارکوونکو د سوانحو د ارزونې او اجرااتو آمریت
-
د وړیتا لوړونې آمریت
-
د مامورینو سره د اړیکو نیولو آمریت
د بشري سرچینو ریاست اداري جوړښت،کاري سیمه او د دندو لایحه د وزارت د اصلاحاتو په دوره کې د ملکي خدمتونو د کمیسیون په واسطه رامنځ ته شوی دی. د بشري سرچینو د بیلا بیلو څانګو کاري پروګرامونه د ملکي خدمتونو د لارښوونې پر اساس جوړ او ترتیب کیږي.
د بشری سرچینو ریاست ښې کړنې ترسره کوي او په مرکز او ولایتي کچه د ټولو رتبو او معاشونو سیستم او همدار راز پر نتایجو ولاړ د وړتیا لوړنې برنامه په ښه ډول پلې کوي او د ستراتیژیکو مخو پر اساس ددې جوړښت د مساويوالي په لور ګام اخلي.
دا ریاست خپل ټول خالي بستونه د ټاکنې د پروسیجر پر اساس اعلان ته سپاري، تر څو د آزادې سیالی له لارې په کار پوه او وړ کسان په دندو وګمارل شي. همدا راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون د لارښوونو پر اساس د وزارت د ټولو کارکوونکو له لوري د تر سره شویو کلنۍ کړنو ارزونه تر سره کوي. نوموړی ریاست ددې وړتیا لري، چې ټاکنې، د کارکوونکو ثبت، تقاعد، د رزونیزو او پراختیايي پالیسو پروسیجرونه او همدا رزا د ملکي خدمتونو اړوند نور مقرارات، قوانین او لارښوونو پروسیجرونه په برخه کې کړنې ترسره کړي.
دبشري سرچینو ریاست موخې:
د یوې سالمې، قانونمندې ادارې او همدا راز د وړ او په کار پوه بشري سرچینو ته د ځواب وینې په برخه کې په ګډه سره د ښوو کړنو ترسره کولو، تر لاس لاندې ادارو ترمنځ د قوانیونو د پلې کولو، مقراراتو، پالیسو او د ټاکنو په برخه کې د کړنلارو، دکارکوونو د وړتیا لوړونې په برخه کې د روزنې ورکولو، د ترسره شویو کړنو ارزونو،د د وړ او په کار پوه کارکوونکو پر خپله دنده پاتې کیدلو او له کارکونکو سره د ښوو اړیکو لرولو په برخه کې همغږي رامنځته کولو په پار د بشري سرچینو ریاست کړنو ته وده او پراختیا ورکول دي.
د بشري سرچینو ریاست مهمې لاسته راوړنې:
د وړتیا د کاري وړتیا لوړنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه او همدا راز اوږد مهاله او لنډ مهاله بورسونه
ګڼه
روزنیزه برنامه/ بورسونه
شمېر
وخت
د ۲۶ ولایتونو لپاره د رزونیزو پروګرامونو اټکلول
3331 کارکوونکي
1395/1396
پلان جوړنه، رپوټ لیکنه، له قوانینو څخه خبراوی او د کارکونکو د کړنو څخه ارزونه کول.
533 کارکوونکي
1396
د لومړنیو زده کړو په برخه کې روزنیز کورسونه
26 کارکوونکي
1396/1397
د Promote پروژې د کاري زده کړې لړی
234 کارکوونکي
1396/1397
د هندوستان هېواد لسانس( ICCAR )
6 کارکوونکي
2017
د هندوستان هیواد ماسټری(ICCAR )
89 کارکوونکي
2017
د چاپان هیواد ماستري( PEACE)
4 کارکوونکي
2017
د چاپان هیواد دکتورا( PEAACE )
1 کارکوونکي
2017
دهندوستان هیواد لسانس(ICCAR )
9 کارکوونکي
2018
د هندوستان هیود ماستري(ICCAR )
108 کارکوونکي
2018
د هندوستان هیواد ماستري(ICCAR )
12 کارکوونکي
2018
د قزاقتسان هیواد ماسټري
4 کارکوونکي
2018
د چاپان هیواد ماسټری( PEACE)
5 کارکوونکي
2018
د کوریا هیواد ماسټري( KOICA )
۸ کارکوونکي
۲۰۱۸
د پاکستان هیواد لسانس
1 کارکوونکي
2018
د پاکستان هیواد ماسټري
11 کارکوونکي
2018
د پاکستان هیواد دکټورا
7 کارکوونکي
2018
دوکتورای / سارک
د سارک/ دوکټورا
4 کارکوونکي
2018
د چاپان هیواد دکتورا
یو کارکوونکی
2018
د کارکوونکو لخوا د تر سره شویو کړنو ارزونه او سوانحو برخه
ګڼه
برخه
کاري تفصیل
وخت
1
د سوانحو د ډیټابس برخه
د وزرات مرکزي، ولایتي او همکارو پروژو ۲۲۰۴ تنه کارکوونکو ته د پیژند کارتونه جوړول او ور ویشل.
کال 1396/1397
2
د کارکوونکو د ترسره شویو کړنو د ارزونې برخه
په کلنۍ ډول د مرکزي۸۰۲ تنه کارکوونکو او ولایتي۲۶۹۰ تنه کارکوونکو کاري ارزونه تر سره شوې ده
کال 1396
3
د بریښنايي حاضری برخه
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت په ټولو مرکزي ریاستونو کې د بريښنايي حاضری سیستم فعال دی او ټول کارکوونکي د بريښنايي حاضری په دغه سیستم کې ثبت او راجستر شوي دي. همدا راز په دې وروستیو کې ددې وزارت اړوند د کاپل ښآر په مرکزي فارمونو کې ۱۵ پایې د بریښنايي حاضری ماشینونه ایښودل شوي دي.
کال 1396/1397
4
د مرکزي او ولایتي سوانحو برخه
۱۶۲۹ ټوکه، د مرکزي سوانحو دفتر چک، بررسي او لړلیک په بڼه ترتیب شوي دي
1396/1397
د مامورینو د اړیکو برخه:
ګڼه
موضوع
شمیر
وخت
د آمریت له لارې د ترلاسه شویو شکایتونو بررسي کول
دمرکزي او ولایتي کارکوونکو ۶۹۸ شکایتونه
1396/1397
هغه کارکوونکي، چې د درملنې په پار دولتي روغتونو ته ورپيژندل شوي دي
60 تنه کارکوونکي
1396/1397
د کارکوونکو د شکایتونو په برخه کې د معلوماتو ترلاسه کولو په پار استعلامونه او پوښتنلکیونه
120 قطعې
1396/1397
تر لاسه شوي اختلافونه او د بررسیو پایلې
16 پيښې
1396/1397
له پلې کیدونکې کړنو څخه څارنه
په پرلپسې ډول
د کارکونکو شکایتونو ته د رسیدو په پار ولایتي سفرونه
6 ولایتي سفرونه
1396
د کارکوونکو د ټاکنې برخه
ګڼه
موضوع
شمیر
وخت
د ملکي خدمتونو د مرکزي او ولایتي کارکوونکو ټاکل
585 کارکوونکي
1396
د CBR پروګرام له لارې د کارکوونکو ټاکل
۶۸ کارکوونکي
1396
د ملکي خدمتونو د مرکزي او ولایتي کارکوونکو ټاکل
۲۸ کارکوونکي
1396/1397
د CBR پروګرام له لاري د مرکزي او ولایتي کرنې رئیسانو ټاکل
32 کارکوونکي
1395
د ادارې پراختیا:
د موجوده کړنلارو، مقرراتو او قوانینو پر اساس د وزارت د تشکلاتي جوړښت څخه بیا کتنه او همدا راز د مرکزي او ولایتی اړوندو ریاستونو په همغږی د هر وزارت د هرې ستراتیژیکې برنامې څځه په ځانګړې توګه د هرو ولایت له برنامو څخه بیا کتنه کول دي.
د مرکزي او ولایتي ریاستونو د لوایحو او دندو تحلیل او همدا راز اړوندو ریاستونو او ملکي خدمتونو او د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون په همغږی سره د هغه لوایحو او دندو بیا کتنه ده، جې د نويوالي وړ وي.
د بشري سرچینو ریاست لرلید:
د وزارت ستراتیژیکو برنامو ، موجوده کړنو او د قوانینو، مقراراتو او پالیسیو مطابق د مرکزي او ولایتي ریاستونو په تشکیلاتي جوړښت کې لا ښه اصلاحات رامنځ ته کول دي
دغه اصلاحات د هر ولایت په اداره کې د لاښه اصلاحاتو رامنځته کولو، په ولایتي اومرکزی اداره کې د پتې بیګاری څخه د مخنیوي ، د افغانستان د سولې او پراختیا ملي آډنې د سند پر اساس د دندو سپارل او اداري فساد څخه مخنیوي او د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د مسلکي او فنی تشکیلاتو درلودل دي. دملکي خدمتونو بستونو کې د تکړه او په کار پوه کارکوونکو ګمارنه او همدا راز د هیواد په داخل او له هیواد څخه بهر په بیلا بیلو هیوادونو کې د کارکوونکو د کاري وړتیا په موخه د لیسانس، ماسټری او دوکټورا په برخه کې د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونه برابرول. همدا راز د آرمی، روغتیا او خوندیتوب، همغږی او له بشري سرچینو ریاست سره د مرکزي ریاستونو او ولایتو کارکوونکو ترمنځ د ښو اړیکو لرل دي.