د ځنګلونو د غير قانوني پرېکېدو او د لرګيو قاچاق دمخنوي پر طرحه د کرنې په وزارت کې مشورتي غونډه دائره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱ - ۱۲:۴۵


۳۰ لړم ۱۴۰۰ هـ.ش
۱۵ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق
 دکرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس الدين شريعتي په رهبرۍ او د کورنيو چارو وزارت،  ماليې،  صنعت او سوداګرۍ او استخباراتو د استازو په شتون کې د هېواد د ځنګلونو د غير قانوني پرېکېدو او د لرګيو قاچاق دمخنوي دطرحې چمتو کولو په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو مواردو له ډلې د ځنګلونو د پرېکېدو او دلرګيو قاچاق دمخنيوي،  د سون لرګيو او چارتراش لرګيو قانوني سوداکري په پار خبرې وشوې تر څو په طرحه کې ځای پرځای شي او تر بشپړېدو وروسته د کابينې غونډې ته وړاندې شي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس‌الدین شریعتي د ځنګلونو د بېرحمانه پرېکېدو او د دولت د پرېکړې په هکله حاضرينو ته وويل:" اسلامي امارت دلرګيو قاچاقبرانو او د افغانستان سيمه ييزو ځنګلونو پرېکوونکو سره جدي چلند کوي،  په همدې موخه د دولت مشرتابه پرېکړه کړې ده،  چې دکرنې وزارت د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو او د هېواد د سيمه ييزو ځنګلونو د ساتنې په پار ۴۰۰کسيزه نظامي قطعه ايجاد کړي".
ديادونې وړ ده، د افغانستان د وروستيو څلور لسيزو تحولاتو کې ځنګلونه په بېرحمانه ډول پرې او قاچاق شوي دي. د اوس لپاره حکومت د ځنګلونو پرېکول او قاچاق بند کړي دي. ددې طرحې تر بشپړېدو وروسته د ځنګلونو د پرېکولو د مخنيوي او لرګيو څخه د ګټې اخيستنې په موخه غوره ميکانيزم په پام کې نيول کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت