د WFP موسسې څخه راغلي پلاوي لغمان ولايت کې له پروژو لېدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۷ - ۱۱:۵۰
۲۷ عقرب ۱۴۰۰ ه‍.ش ۱۲ ربیع الثانی ۱۴۴۳ ه‍.ق

۲۷ لړم۱۴۰۰ ه‍.ش
۱۲ ربیع الثانی ۱۴۴۳ ه‍.ق
 د WFP موسسې څخه راغلي پلاوي  دلغمان ولایت دقرغیو ولسوالۍ ګل غونډۍ سيمه کې له مېشتو پروژو لېدنه ترسره کړه
د لغمان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايې,  د WFP موسسې څخه راغلي پلاوي  دلغمان ولایت دقرغیو ولسوالۍ ګل غونډۍ سيمې ته د سفر موخه دتيرو پروژو څخه لیدنه او څارونه وه د يادو چارواکو په خبره ياد هئيت د کرنې ریاست او SARCDO موسسې تطبیق شوو پروژو څخه لیدنه وکړه او د پروژې ترسره شوې کارونه یې مثبت وارزول.
د WFP د شرقي زون رييس ډاکټر نصيرعطايې د کرنې ریاست او SARCDO موسسې تطبیق شوو پروژو کارونه وستايل او ددې ترڅنګ يې د بیرې ځنګل پراختيا او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه خپله پروژه د شپږو میاشتو لپاره نوره هم وغوځوله، چې کارونه بې   عملاً ډسمبر میاشت کې پیل شي. ښاغلي عطايې
دسيمې د خلګو ستونزې په غور سره واوريدې او هغوۍ سره يې د نورو پروژو د پلي کولو  ژمنه وکړه.
د لغمان ولايت دکرنې او بولګولو او مالداري رياست چارواکو، د WFP له لورې راغلي پلاوي ته د پروژې د تطبیق په برخه کې د هر ډول همکارې ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت