د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنیزې پرمخیتا صندوق سره د پیژندنې ناسته

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۲ - ۱۹:۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنیزې پرمخیتا صندوق سره د پیژندنې ناسته


27 ربیع الاول 1443 هـ.ق
12 لړم 1400 هـ.ش
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم مولوی صاحب د کرنیزې پرمختیا صندوق ( ADF) سره د پیژندنې ناسته ترسره کړه 
د غونډې په پیل کې لومړی کرنیزې پرمختیا صندوق ( ADF) رییس ډاکټر ایمل ارمان د صندوق د کړنو او لاسته راوړنو په اړه هراړخیز معلومات د غونډې ګډنوالوته وړاندې کړل او ورپسې یې د شته ستونزو له لکه بانکې، بندرونو بندوالی وچکالي او خامو موادو د کمښت ستونزې د کرنې او امالدارۍ مرستیال سره شریکې کړي. 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د کرنې او مالدارۍ مرستیال ښاغلي صدارعظم مولوي د کرنیزې پرمختیا صندوق( ADF) کړنې او هڅې وستایلې او هغوۍ ته د پوره ډاډه او همکاري ژمنه ورکړه  او ددې ترڅنګ یې د کرنیزې پرمختیا صندوق( ADF)د پالېسې او ستراتیژې د بیا کتلو غوښتنه وکړه، چې ترڅو په یادو پالېسو کې د مفتیانو نظر واخلې، چې ترڅو د سود په اړه هيڅ یوه زره هم شتون ونه لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت