دلغمان دکرنې رياست: د مؤسسو په بيا فعالېدو سره د ژغورنې نړيوال سازمان په دې ولايت کې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۰ - ۱۴:۵۹
دلغمان دکرنې رياست: د مؤسسو په بيا فعالېدو سره د ژغورنې نړيوال سازمان په دې ولايت کې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ

۲۰ تله ۱۴۰۰
د ا.ا.ا د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي محمد ولي محسن د لغمان ولایت لپاره د ژغورنې نړيوال سازمان (IRC) مؤسسې مسؤل انجنير بلال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پر هر اړخيزو همکاريو خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې د لغمان ولایت له پاره د ژغورنې نړيوال سازمان (IRC) مسؤل وويل، ياد سازمان په پام کې لري، چې د لغمان په مرکز او ولسواليو کې دکرنې، مالدارۍ او کانالونو  پاک کاري او وړو سربندونو د رغونې په برخه کې فعالیتونه ترسره کړي.
په دې غونډه کې د لغمان دکرنې رييس د ياد سازمان د تېرو کړنو او فعاليتونو څخه مننه او قدردانۍ وکړه، او په راتلونکې کې د فعالیتونو د ترسره کولو په برخه کې د هرډول همکاريو ډاډ ورکړ.
مولوي محمد ولي محسن زیاته کړه:"انډوليزه پراختيا بايد رامنځته شي، ترڅو ټول اړمن خلک ورڅخه برخمن او ژوند یې ښه شي، اوسيې وخت رارسېدلې ده، چې د همکارو مؤسسو فعالیتونه باید الینګار، علیشنګ، دولتشاه او بادپښ ولسوالیو ته وغځول شي. الینګار او علیشنګ ولسوالیو خلکو ته باید د کرنې او دولتشاه او بادپښ ولسوالیو خلکو ته د مالدارۍ په برخه کې چوپړتياوې ترسره شي. ځکه په یادو ولسوالیو کې ورته اړتيا زياته او ښه فرصتونه هم موجود دي."
په دې ناسته کې دغه راز د الینګار او علیشنګ ولسوالیو بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو وسایلو د کڅوړو پر وېش، شنوخونو ایجاد او کانالونو او وړو سربندونو په ایجاد او پاک کاري، او همدارنګه په دولتشاه او بادپښ ولسوالیو کې د غواګانو او  وزو د اصلاح شوو نسلونو وېش او حیواني خوراکې په وېش ټينګار وشوو.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۸:۲۰
Background image

د کرنې، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې د ۱۷ فعالیتونو د تطبیق پلان د کرنې او مالدارۍ مرستیال سره شریک شو

د اکشن اېډ مؤسسې چارواکو د کرنې، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې د ۱۷ فعالیتونو د پیلولو طرحه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال مولوی صدراعظم عثماني سره شریکه کړه، چې ټاکل شوې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې؛ یوشمېر ولایتونو کې د غصب مخه ونیول شوه

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د هلوځلو په دوام د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د سګلونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده.
د یادو هلوځلو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۲۲
Background image

کندز کې د طبق ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په مرکز او امام صاحب ولسوالۍ کې د طبق ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
دغه. . .

بازگشت