د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

qiam_amin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر پمپونه، دوه عرادې ډمټرکونه، يو عراده سکواټور، يو عراده رولر او يو عراده لوډر شامل دي. یاد ماشینونه به د عمومي کانال د پاکولو، د ځمکې د هموارولو، د موادو د انتقالولو، لوړو ساحو ته د اوبو د پورته کولو، کندن کاري او د ځمکو د سختولو په برخو کې وکارول شي. 
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس، محمد بصیر حقیار په دې اړه وویل «دا عصري ماشینونه د کانال د پرمختګ او موثریت لپاره خورا اړین دي. په ځانګړي توګه کله چې کانال د سېلابونو او نورو طبیعي ستونځو سره مخ کیږي نو د کانال د پاکولو او بېلابېلو برخو د ترمیم لپاره مونږ په کافي اندازه ماشین آلات نه درلودل او ددې ماشینونو په ترلاسه کولو سره به دا ستونزې هوارې او د کانال چارې به په لا ښه توګه ترسره شي.»
د چارواکو په خبره تر دې وړاندې د ننګرهار عمومي کانال په بېلابېلو برخو کې عصري ماشین آلات نه درلودل او د کانال د پاکولو، په ځینو ساحو کې د ځمکې کېندلو او همدارنګه نورو برخو کې له عادي لارو چارو کار اخیستل کېده خو د یادو ماشینونو په سپارلو سره با دا چارې لا ګړندۍ او په ښه توګه تر سره شي.
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه (NVDA) د اسیایي پراختیا یي بانک «ADB» له خوا تمویلیږي او د ننګرهار او بلخ په ولایتونو کې د اوبو د سیستم د ارتقا او بیا رغونې له لارې د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې کار کوي. یاده پروژه د ننګرهار عمومي کانال او سیفونونو د بیا رغولو، د اوبو لګولو د دویمې او درېیمې درجې کانالونو د رغولو، د ننداریزو کروندو د جوړولو او د بزګرانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو دایرولو په برخه کې خورا زیات اغیزمن فعالیتونه ترسره کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت