ننګرهار کې څارویو ته د طاعون واکسین او چنجیو ضد درملو وېش کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۵:۳۵
ننګرهار کې څارویو ته د طاعون واکسین او چنجیو ضد درملو وېش کمپاین پیل شو

۱۰ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست افغانستان لپاره د هالند کمېټې (DCA) او (کلپ-کوچي) پروژې د « RPSF1 » برنامې په همکارۍ ددې ولایت وړو شخوند وهونکو څارویو لپاره د طاعون «PPR» واکسین او لویو هغو ته د چنجیو ضد درملو د وېش کمپاین پیل کړی دی.
د ننګرهار د کرنې ریاست د چاروکو په خبره ددې کمپاین په ترڅ کې ۳۵ زره وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د طاعون «PPR» واکسین ورکول کېږي او ترڅنګ یې ۳۱ زره او ۲۰۰ لویو شخوند وهونګو څارویو ته دداخلي پرازیتونو ضد درمل وېشل کېږي.
یاد کمپاین د بهسودو له ولسوالۍ څخه پیل شوی دی.
د ننګرهارد کرنې ریاست دڅارویو روغتیا  او مالدارۍ امر ډاکټر ضمیر بهسودي  وایې په ننګرهار کې د حیواناتو د طاعون او داخلي پرازیتونو مخنیوې په موخه یې کمپاین پیل کړې ، چې د ٦٦  زره په شاوخواکې لوې او واړه څاروي ته به د چنجیو ضد درمل او د طاعون واکسینونه تطبیق شي.
بهسودي وویل د کمپاین دا لړۍ به د ننګرهار په ۱۳  ولسوالیو  لعلپوره، مومندره، غني خېل، بټي کوټ، کوټ، رودات،سرخرود، بهسود، کوزکونړ، کامه اوګوشته کې هم ژر پیل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت