لوګر کې د شُلُک د اوبو زېرمې او کانال رغنیزې چارې ۳۵ سلنه پرمخ تللې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۱:۵۳

۷ زمری ۱۴۰۰
د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شُلُک کلي د شُلُک کانال او د اوبو زېرمې د پروژې رغنیزې چارې روانې دي، چې تر دې دمه یې رغنیزې چارې څه باندې ۳۵ سلنه بشپړ شوي دي.
په دغه پروژه کې، د ۱۲۸۰ مترمکعب اوبو په وړتیا سره د اوبو یوه زېرمه، چې اوږدوالی یي ۴۲، سوریې ۲۲ او لوړوالی یې ۱.۶ متر ده او د یوزر او۴۶۵ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو کانال جوړول شامل دي.
ددې پروژې د پلي کولو ټولیز لګښت اووه میلیونه افغانۍ ده، چې د کرنې د پرمختیا نړیوال صندوق (IFAD) له خوا تمویل او د کرنې وزارت د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروګرام(CLAP) له لارې پلي کېږي.
ددې پروژې له ګټو څخه ۳۰۰ کورنۍ په نېغه او ۲۱۰۰ کورنۍ په نانېغه توګه برخمن کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت