ننګرهار کې څه باندې ۱۰۰ مخکښو بڼوالو سره مرستې وشوې

content_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۶:۱۰
ننګرهار کې څه باند

۶ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD) په همکارۍ ددې ولایت په شپږو ولسوالیو کې په ۱۱۰ مخکښو بڼوالو په بڼونو کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي کڅوړې وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وایي، چې ددې ولایت په شپږو ولسوالیو «چپرهار، رودات، اچین، شېرزاد، خوګیانو او کوټ» کې ١١٠ تنو بڼوالو ته د بڼوالې ترویج او په بڼونو کې د ناروغیوکنټرول په موخه کڅوړې، چې ١١ قلمه توکي، «د څانګو پرې کولو قیچې، اره، بکس، د نمونو اخیستلو لینز، نوسې، بوتلې، د هارمونو دجذب یا د ناروغیو د نمونو د جذب بکس، خولۍ ، د توکو اېښودو بکس، لارښود کتاب، دستکشې او نور اړین توکي» په کې شامل دي وېشل شوي دي.
یاد توکي پر هغو بڼوالو وېشل شوي دي، چې د کرنې وزارت د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD) له خوا ورته بڼونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره د یادو مرستو ترڅنګ د CBARD پروژې له لارې ۱۰۸ مخکښو بڼوالو او سمیه ییزو کارکوونکو ته
د بڼونو روزنې، ناروغیو کنټرول، د وسایلو ښه  استعمال، اوبخور او په نورو اړوندو موضوعاتو درې ورځنۍ عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.
دغه راز د توکو په وېش غونډه کې ۱۰۰ هغو نارینه او ښځینه مخکښو بزګرانو او اته سیمه ییزو کارکوونو ته چې له ځانه یې وړتیا ښودلې و، ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت