د ملګرو ملتونو دخوړو سیسټمونو غونډه کې د کرنې وزیر ګډون

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۶:۳
د ملګرو ملتونو دخوړو سیسټمونو غونډه کې د کرنې وزیر ګډون

۴ زمری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټرانوارالحق احدي د افغانستان په استازیتوب، د ملګرو ملتونو دخوړو سیسټومونو (UNFSS) په غونډه کې، چې په مجازي ډول په لاره اچول شوې وه ګډون او خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د افغانستان په ګډون، ۱۱۱ هېوادونه ګډون کړي و.
په یاده غونډه کې دکرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د لوږې کړکېچ له منځه وړولو په پار د ملګرو ملتونو د تلپاتې پرمختیا ۱، ۲ او ۱۲ موخوته په اشارې سره وویل، چې ددې کړکېچ د له منځه وړولو په پار تر ۲۰۳۰ ام کال پورې جدي هلو ځلو ته اړتیا شته.
ښاغلی احدي دغه راز وویل، چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې، میلیونونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي او افغانان د خوړو نه خوندیتوب په لومړۍ کرښه کې دي. هغه د افغانستان خلکو ته د تلپاتې او متعادل خوړو تأمین د افغانستان دولت له لومړیتوبونو وبلل.
دکرنې وزیر وویل، چې په افغانستان کې د وچکالۍ او جګړو له وجې د بېوزلۍ او د خوړو نه خوندیتوب کچې د لوړېدا شونتیا شته، له همدې امله او ددې لپاره، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، دکرنې د ودې او خوړو خویتوب په پار د سولې پر تأمین ټینګار وکړ.
په همدې حال کې دکرنې وزیر وویل، چې دکرنې وزارت د کرنې د ونوې کولو په حال کې ده، چې په لرو پرتو سیمو کې د بېوزلۍ د کچې په ټیټولو کې مرسته کوي. هغه په دې برخه کې د اصلاح شویو تخمونو وېش او د بڼوالۍ نویو لارو چارو دودولو ته اشاره وکړه.
دکرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې د خوړو خوندیتوب د اطمینان په پار افغانستان، د خوړو خپلواکه اداره جوړه کړې ده.
د کرنې وزیر دغه راز وویل، چې د افغانستان دولت خپلو هېوادولو لپاره سالم او مناسبو خوړو تأمین ته ژمن دی او د خوړو اسټانډارډ کولو په پار، د نړیوالې ټولنې د همکاریو غوښتنه وکړه. هغه دغه راز له ملګرو ملتونو، د دوی موسسې، له ټولو پرمختیایي همکارانو، څېړنیزو موسسو او پوهنتونونو او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره دې خپل مالي او تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو راتلونکې ۱۰ کلن ليدلوری ترسیم او اسټنډرډ خواړه تأمین شي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت