د څارويو خوراکي توکو د ساتنې د لسو مرکزونو رغنيزې چارې ۴۵ سلنه بشپړ شوي دي
۰۳ زمری ۱۴۰۰
د تخار، بامیان، لوگر، لغمان، کونړ، پکتیا، هرات، زابل او هلمند په ولايتونو کې، د څارويو خوراکي توکو د ساتنې د لسو مرکزونو رغنيزې چارې نږدې ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي.
دا مرکزونه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د څارويو د خوراکي توکو له ډلې «سایلُچ» ساتنې په پار جوړېږي.