نړيوال بانک له خوا د EATS پروژې بوديجه کې ۵۷.۵ ميليون ډالر زياته شوه
۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰
نړيوال بانک دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې (EATS) سره ۵۷.۵ ميليون ډالر نوره مرسته هم وکړه. د جولای له ۱۲تر ۱۵ نېټې پورې د نړيوال بانک له خوا د EATS پروژې د فعاليتونو ارزونه وشوه، چې په پایله کې يې ددې پروژې فعاليتونه مثبت وارزول. په هغه انلاين غونډه کې، چې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال هم ګډون درلود ددې ارزونې پايله د چارواکو له خوا ګډونوالو سره شريک شو.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمتالله غفوري، ددې پروژې چارواکو او دکرنې وزارت اړوندو برخو ته هدايت ورکړ، چې د نړيوال بانک له خوا پر ټاکلې نېټه دې خپلې چارې بشپړ کړي.
د نړيول بانک د دې ارزونې د ماموريت غړي وويل، چې د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې EATS د اغېزمنو فعاليتونو په پار ياد بانک ددې پروژې د فعاليتونو د لاښه پر مخ وړلو په پار د يادې پروژې په بوديجه کې ۵۷.۵ميليونه ډالر نور هم ور اضافه کوي، چې له دې پيسې څخه به ۲۰ ميليون ډالره يې دکابل، هرات، بغلان او کندهار په ولايتونو کې د څلورو سيلوګانو جوړولو او بيارغونې په پار لګول کېږي.
د ياد ماموريت د غړو په ټکو ۳۷.۵ ميليون ډالر نورې پيسې يې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د اوبولګولو شبکو په بيارغونه، د اصلاح شويو تخمونو وېش، د صفر انرژۍ سړو خونو جوړول او د متراکمو بڼونو د رغولو په برخه کې لګول کېږي.
دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژه د ۱۰۰ميليونه ډالرو په ارزښت د ۲۰۲۰ کال په سپټامبر کې پيل شو چې، بوديجه يې په ګډه د افغانستان دولت او نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي. د نړيوال بانک له خوا ددې پروژې په بوديجه کې اوس ۵۷.۵ میلیونه نور ډالر هم ور زياته شوې ده.