د اوبولګولو څه باندې ۵۰۰ شبکې او فرعي کانالونه احيا او بيا رغول کېږي

content_admin
د اوبولګولو څه باندې ۵۰۰ شبکې او فرعي کانالونه احيا او بيا رغول کېږي

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان کال په ترڅ کې د اوبولګولو ۵۳۶ شبکې او فرعي کانالونه احيا او بيارغوي.
د کابل، لوگر، بامیان، دایکندي، غور، هرات، کونړ، پکتیا، ننگرهار، پروان، کاپیسا، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، لغمان، فراه او بادغیس په ولايتونو کې د اوبولګولو ۲۳۰ ډول ډول شبکې احيا او بيا رغول کېږي، چې رغنيزې چارې ېې ۴۵سلنه بشپړ شوي دي.
په همدې حال کې د کندز، تخار او بدخشان په ولايتونو کې د اوبولګولو ۳۰۶ فرعي دويم او درېيمې درجې کانالونه او د تخار، بدخشان او جوزجان په ولايتونو کې د اوبولګولو څلور عمومي کانالونه احيا او بيارغول کېږي، چې رغنيزې چارې يې  ۴۲ سلنه بشپړ شوي دي.
  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان کال په ترڅ کې د اوبو مؤثر مديريت په پار، د هېواد په کچه د اوبولګولو د سلګونو شبکو، آبرېزو، استنادي دېوالونو، ګبيوني ودانيو، د اوبو زېرمو او د څاڅکي سيسټم اوبوخور دجوړولو، احيا او بيارغونې چارې پيل کړي دي.