جمهوررئیس: دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر نیولي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۷:۴۳
جمهوررئیس: دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر نیولي

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ له وچکالۍ سره د مبارزې او کورنیو بېځایه شویو ته د رسیدګي په اړه غونډه نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه.
په پیل کې، د چارو ادارې لوی رئیس، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د کلیو او پراختیا، د کرنې او مالدارۍ، د عامې روغتیا او مالیې وزارتونو مسوولینو او د سیمه ییزو ارګانونونو خپلواکې ادارې استازي خپل راپورونه وړاندې کړل.
جمهوررئیس د راپورونواو معلوماتو تر اورېدو وروسته وویل، باید په ټول هیواد کې کورنیو بېځایه شویو او وچکالۍ ځپلو ته متوازنې مرستې او خدمتونه برابر شي. انجیوګانې او بهرنۍ مرستندویه موسسې دې د دولت د لومړیتوبونو په چوکاټ کې د روښانه اصولو پر اساس خدمتونه وړاندې کړي.
همداراز جمهوررئیس غني یادو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې روغتونونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي او دولتي مامورینو ته یې په قسطونو د کورونو د وېش پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ.
د هیواد جمهوررئیس د غونډې په پای کې د حکومتولۍ پر ډیجیټلي کېدو او د اداري فساد پر وړاندې پر اغېزناکې مبارزې د ټینګار ترڅنګ وویل، دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیولي دي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت