هلمند کې د نباتي ناروغیو د تشخیص مرکز جوړیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۶:۱۸
۲۲ چنګاښ ۱۳۹۸ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هلمند ولایت بڼوالو او بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د نباتي ناروغیو د تشخیص د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د هلمند مرستیال والي مجاهدالله صفاري، د کرنې رییس زلمی الکو او ددې ولایت یوشمېر چارواکو او مسوولینو ګډون درلود. د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وویل، دا لومړی ځل ده، چې هلمند کې د نباتي ناروغیو او افتونو د تشخیص او وقایې مرکز جوړیږي. د ښاغلي الکو په خبره په دې مرکز کې د بزګرو او بڼوالو په کروندو کې د شته ناروغیو پلټنې ترسره کیږي او د وقایې په موخه به د کرنې د برخې متخصصینو له خوا پروخت د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخه به هم ونیول شي. په ورته وخت کې د هلمند مرستیال والي مجاهدالله صفاري په خپلو خبرو کې د کرنې وزارت د هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې هلمند کې دکرنې په برخه کې د یو اړین مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره یې کېښوده او دایې د هلمند ځمکوالو لپاره ښه زېری وباله. د نباتي ناروغیو او افتونو د دشخیص یاد مرکز، چې دکرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې جوړیږي د جوړولو چارې به یې تر راتلونکو شپږو مایشتو پورې بشپږ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه مرکز به د هلمند ولایت د بڼوالو او بزګرانو په کروندو او بڼونو کې د ناروغیو او افتونو د تشخیص، کنټرول او مخنیوی په پار وکارول شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت