کندهار کې د زيرې حاصلات په زیاتېدو دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۶:۴
کندهار کې د زيرې حاصلات په زیاتېدو دي

۹ چنګاښ ۱۴۰۰
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ګڼو مېوو او سابو تر څنګ په یاد ولایت کې د زیرې کښت مخ په ډېرېدو دی او حاصلات یې کال تربلې زیاتېږي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت په یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه کې توره او سپینه زیره کرل شوې ده، چې له یادو کروندو څخه به نږدې یوزر او ۲۰۰ ټنه زیره راټول او بازار ته به وړاندې شي.
د دوی په خبره په تېرو کلونو کې هم په دې ولایت کې یوشمېر بزګرانو په خپلو کروندو کې زیره کرلې وه، چې د قناعت وړ حاصل یې ترلاسه کړي دي.
د کندهار په نږدې ټولو ولسوالیو کې زیره کرل کېږي خو د کندهار نېش، میانشین او خاکریز هغه ولسوالۍ دي، چې تر نور ډېر زیره په کې کرل شوي دي.
زیره، چې په اصل کې یو غرنۍ بوټی دی، ځانګړې اقلیمي شرایطو ته اړتیا نه لري، نو په همدې موخه د افغانستان په ډېرو سیمو کې یې کرکېله دود شوی دی. کندهار، جوزجان، بلخ، غور او ارزګان د زیرې کرکېلي لپاره غوره اقلیمي شرایط لري او له یادو ولایتونو څخه هرکال په زرګونه ټنه زېره راټول او بازار ته وړاندې کېږي.
له زیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخیستل کېږي او په کور د ننه او بهر ښه مارکېټ هم لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت