میدان وردګو ولایت کې د واټر شیډ جوړولو تړون لاسلیک شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۰:۱۹
میدان وردګو ولایت کې د واټر شیډ جوړولو تړون لاسلیک شو

۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې وزارت د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې (EAST) او ددې ولایت د قلعه ولایت شورا ترمنځ د آبریزې (واټرشېډ) جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، یاد واټر شیډ، چې د کرنې ریاست تر چتر لاندې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له خوا جوړېږي، په جوړېدو سره یې د اوبو جذب، د سېلابونو د زیانونو مخنیوی، د سیمې ښکلا او زرغونتیا ته د زمینې برابرولو ترڅنګ خلکو ته کاري فرصتونه هم برابروي.
 دغه راز ددې پروژې له لارې په یاده سیمه کې د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو ۶۷۶۸ نیالګي هم کېنول کېږي.
ددې پروژې ټولیز لګښت ۳.۷ میلیونه افغانۍ ده، چې د نړیوال بانک له خوا تمویل او په څلورو میاشتو کې بشپړېږي.
باید وویل شي، چې ددې پروژې په پلي کولو کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

دهلمند په بهرامچې ولسوالی کې ۵۰۰ تنو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم عبدالرحمن په هڅو او لارښوونې، د بهرامچې ولسوالی ۵۰۰ تنو بزګرانو ته د غنمو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۸:۵۹
Background image

خوست کې د ممپلو د «تاشکند» ورایټۍ د حاصلاتو او تولیدي وړتیاوو د ارزونې په موخه کرنیزې څېړنې ترسره شوې

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت له لوري، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د ممپلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د مالي او حسابي رییس مولوي. . .

بازگشت