زابل کې د ۶۰ عصري ممیزخونو رغنیزې چارې پیل شوې

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۹:۴۸
زابل کې د ۶۰ عصري ممیزخونو رغنیزې چارې پیل شوې

٦ چنګاښ ۱۴۰۰
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بڼوالو د ملاتړ او د انګورو محصولاتو د خوندي کولو په پار یې د ۶۰ عصري ممیزخونو رغنیزې چارې پیل کړي دي، چې په درې میاشتو کې یې رغنیزې چارې بشپړېږي.
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې زابل هر کال سلګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کېږي.
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو بڼونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړېږي.
دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کېږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
زابل کې د کال سلګونه ټنه انګور تولیدېږي او کله نا کله د بڼوالو انګور په ډېره ټېټه بیه پلورل کېږي، دې ته په کتو د عصري ممیز خونو جوړول کولای شي، چې بڼوالو سره مرسته وکړي ترڅو په ښه او عصري بڼه یې انګور په ممیزو بدل شي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي.
 د چارواکو په خبره د عصري ممیزخونو په جوړولو سره د بڼوالو عواید ۳۳ سلنه زیاتېږي.
بڼوال وایي کوم ممیز چې، دوی یې په عصري ممیزخونو کې تولیدوی په بازارونو کې یې بیې تر دودیزو هغو چې، دویي په دودیزه بڼه تولیدوی دوه چنده ده.
عصري ممیز خونې د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوی، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې، په دودیزه بڼه تولیدېږې څوچنده ښه کیفیت لري.
باید وویل شي، چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې په هېواد کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو اقتصادي ودې او د انګورو بڼونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار د کرنې وزارت له خوا سلګونه معیاري او اسټنډرډ ممیزخونې جوړ شوي دي او په راتلونکې کې به دې ته ورته نور ممیزخونې هم جوړ شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت