کندهار کې د پنبې ۷۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۵:۴۱
کندهار کې د پنبې ۷۰  ننداريزې کروندې جوړېږي

۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د پنبې د کرکېلي د پراختیا او د کتار په بڼه د پنبې د کرکېلي دودولو په پار د پنبې ۷۰ یو جریبه ننداریزې کروندې جوړوي.
 یاد ننداریزې کروندې د کندهار په مرکز او اوو ولسواليو کې جوړېږي.
د کندهار ولایت دکرنې رياست چارواکي وايي، چې د دغو ننداريزو کروندو د جوړولو په پار یې هر بزګر ته د پنبې تخم،  تور او سپينه سره ورکړي دي.
دوی وایې ۷٠ تنو بزګرانو ته دکتار په بڼه د پنبې کرکېلي، اوبولګول، سره ورکونه، د تخم اندازه، د هرزه بوټو کنټرول،  د کیمیاوي سرو د استعمال وختونه او په ټوله کې د کر څخه تر حاصل ټولولو پورې پر ټولو برخو کې  روزنه هم ورکړل شوې ده.
پنبه د کندهار په ډېرو ولسوالېو کې ښه نتیجه ورکوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

لغمان کې د ۲۰۳ جریبه ځمکې لپاره د سبو اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د ازبکستان هېواد د مالي همکارۍ په پایله کې، د یاد ولایت په مرکز مهترلام او پنځو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۱۵
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۴۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست د ولسوالیو یوشمېر کارکوونکي وروزل شول

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، ابولګولو او مالداری وزارت په لارښونه د پکتیکا ولایت د کرنې، ابولګولو او مالداری ریاست لخواه د دی ولایت د ۲۰ ولسوالیو کاروونکو ته. . .

بازگشت