دوه اړخيزو همکاريو په پار دچک جمهوريت د کرنې وزارت مرستيال سره د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال ناسته

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۵:۴۵
نشست معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با معین وزارت زراعت جمهوری چک در مورد همکاری‌های دوجانبه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰
د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري او د چک جمهوريت د کرنې وزارت مرستيل جیري شیر، ترمنځ د چک جمهوريت پلازمېنه د پراګ په ښار کې د دواړو هېوادونو د کرنې په سکټور کې پر پانګونه دوه اړخيزه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان او چک جمهوريت ترمنځ د کرنې په سکټور کې د پانګونې پر همکاريو د خبرو اترو ترڅنګ دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنيزو محصولاتو پر سوداګرۍ، د کرنيزو محصولاتو د نندارتونونو پر جوړولو او د خاورې د مطالعاتو او اوبو او ځنګلونو د مديريت په برخه کې پر همکاريو هم خبرې وشوې.
دغه راز دواړه خواوې په راتلونکو مياشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د سند پر چمتو کولو هوکړې ته ورسېدل،  چې داسند له ډيپماټيکو لارو تعقيبېږي.
په دې ناسته کې،  د چک جمهوريت دکرنې رياست مرستيال د افغانستان د کرنې وزارت مرستيال سره ژمنه وکړه،  چې دکرنې په برخه کې د خپل هېواد تجربې له افغانستان سره شريکوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت