دکرنې وزير: وچکالۍ اغېزو ته رسېدنه د کرنې وزارت په لومړيتوبونو کې دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۱:۳۹
دکرنې وزير: وچکالۍ اغېزو ته رسېدنه د کرنې وزارت په لومړيتوبونو کې دي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰
د جون ۱۷ مه، وچکالۍ او دښتوپراخوالي سره د مبارزې نړيوالې ورځ په رارسېدو سره دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي وايي، چې دکرنې وزارت مخکې له مخکې د سږني وچکالۍ وړاندوينه کړې وه او ددې وچکالۍ منفي اغېزو سره د مبارزې په پار ځانګړې برنامې طرحه او د پلي کېدو په حال کې دي.
په ۱۳۹۴يم کال کې د ملګرو ملتونو دعمومي ادارې له خوا ددښتو پراخوالي سره د مبارزې په پار د جون ۱۷مه وچکالۍ او دښتوپراخوالي سره د مبارزې نړيواله ورځ ونومول شوه.
ددې ورځې په مناسبت دکرنې وزير وويل، چې په تېر ژمی کې د ورښتونو کچه ټيټه وه او موږ د سږني وچکالۍ وړاندوينه کړي و په همدې موخه د وچکالۍ د منفي اغېزو ټيټولو په پار مو ځانکړې طرحې او برنامې طرحه کړل چې د اجرا په حال کې دي.
ښاغلی احدي وايي، چې وچکالۍ د کرنې او مالدارۍ په سکټور ډېرې اغېزې لري، خو دکرنې وزارت له يوشمېر نړيوالو همکارو بنسټونو سره د وچکالۍ منفي اغېزو کمولو په پار د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر مالدارانو د څارويو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل کړی دی.
ښاغلی احدي دغه راز وويل، چې د کرنې وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې FAO په همکارۍ د هېواد په يوشمېر ولايتونو کې پر وچکالۍ ځپلو مالدارانو د څارويو د خوراکي توکو يا کانسنټريټ د وېش لړۍ پيل کړې ده.
ډاکټر انوار الحق احدي زياتوي، چې ياد وزارت په وروستيو دوو اوونيو کې له اسيايي پراختيايي بانک او نړيوال بانک سره د وچکالۍ د منفي اغېزو کمولو په پار ښې خبرې اترې درلودې.
هغه دغه راز وويل، چې د افغانستان دولت هم دې برخې ته ځانګړې بوديجه ورکوي.
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د مرکزي احصايې د ادارې له خوا په ګډ ترسره شوې سروې کې چې، روان لمريز کال کې «دکرنې وضعيت وړاندوينې» په پار تر سره شوې وه ښيي، چې په افغانستان کې به دغنمو د توليد سږني کچه په ۲۴ سلنې ټيټوالي سره نږدې څلور ميليون مټريک ټنو ته ورسېږي.
د سروې پر اساس ډېر ټيټوالی د للمي غنمو په سيمو کي ښودل شوي دي.
ياد سروې ښيي، چې تېر ژمي او سږني پسرلي کې د ورښتونو د کچې د ټيټوالي له امله د للمي غنمو د کښت سيمه ۶۲سلنه او د اوبيزو غنمو د کښت په سيمه کې درې سلنه ټيټوالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په کچه تېرکال دغنمو د توليد کچه ۵.۱ ميليون مټريک ټنو ته رسېدلې وه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت