د ملگرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په غونډه کې د کرنې وزارت د مرستیال ګډون

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۵:۲۵
تأسیس یک فارم بزرگ و معیاری بادنجان رومی در هرات ۲۵ جوزای ۱۴۰۰ رضا دهقان، باشنده‌ ولایت هرات، یک فارم بزرگ‌ بادنجان رومی را به مساحت ۱۰۰ جریب زمین در این ولایت احداث کرده است. در این فارم از سیستم مدرن آبیاری و تخم‌های اصلاح شده استفاده شده است. مسوولان این فارم می‌گویند که این نوع تخم‌ قابلیت تولید ۱۵۰ الی ۲۰۰ متریک تُن حاصل را در هر هکتار زمین دار‌د. محصول این نوع تخم، از کیفیت بالا برخوردار بوده و در برابر امراض مقاومت خوب دارد.

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» او مرستندویو هېوادونو په ۴۲ مه غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.
دا غونډه، چې د غذایي مواد د تامین پر څرنګوالي د خبرو اترو په موخه جوړه شوې وه، په کې ښاغلی امیري وویل: «۳۳ سلنه افغانان د خوړو له نشتونه کړېږي، له پنځو کلونو ښکته ۴۰ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ په ستونزو اخته دي او ۵۵ سلنه هم د بېوزلۍ تر کرښې لاندې دي.»
شېرشاه امیري د افغانستان د کرنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» له فعالیتونو او مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې بېوزلۍ او خوارځواکۍ سره د مبارزې په پار افغانستان د اوبولګولو، د کرنیز، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو د سیسټمونو د پیاوړتیا او د طبي نباتاتو د مرکزونو جوړولو په پار د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستې او همکاریو ته اړتیا لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت