پکتیکا کې د صحرایي ملخانو د احتمالي راتګ د مخنیوي او چمتوالي په پار سروې پیل شوه
۱۵غبرګولي۱۴۰۰
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د صحرایي ملخانو د احتمالي راتګ د مخنیوي او چمتوالي په پار سروې پیل شوې ده.
د پکتیکا ولایت د کرنې رییس فضل الربي زمانزی وایي، چې د یاد ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوندو سیمو کې یې د ملخانو د احتمالي راتګ د مخنیوي او چمتوالي په پار سروې پیل کړې ده، چې یاده لړۍ به د ملخانو د احتمالي راتګ او افتونو د مخنیوي په پار دوام ولري.
د پکتیکا د کرنې ریاست هڅې کوي تر څو پر وخت سره د طبيعي افتونو او صحرایي ملخانو د راتګ مخنیوی وکړي او له دې لارې د راتلونکو ګواښونو کچه راټیټه کړي.