پکتیا کې د ټولنې په ګډون د طبیعي سرچینو د مدیریت څلور ورځنۍ ورکشاپ پیل شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۵:۵۴
پکتیا کې د ټولنې په ګډون د طبیعي سرچینو د مدیریت څلور ورځنۍ ورکشاپ پیل شو

۴ غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې(FAO-GEF) له لورې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، چاپیریال ستاتنې او پکتیا پوهنتون ریاستونو او د کوچیانو چارو د سمون آمریت۳۰ تنو کارکوونکو ته «د ټولنې په ګډون د طبیعي سرچینو د مدیریت» څلور ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ښاغلي انجنیر محمد دین د ورکشاپ ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې طبیعي سرچینې ملي شتمني دي، د هغوی پالنه، ساتنه او پراختیا زموږ مئسولیت دی، په یاده برخه کې د زده کړو ترلاسه کول زموږ سره د طبیعي سرچینو په موثر مدیریت کې مرسته کوي.
ښاغلی مومند زیاته کړه، چې پکتیا ولایت د طبیعي سرچینو له مخې بډایه ولایت دی، چې په یاده برخه کې د همدا ډول ورکشاپونو جوړولو ته اړتیا لیدل کېږي. محمد دین مومند له ګډونوالو وغوښتل، چې د یاد ورکشاپ ټولو موضوعات په ښه ډول تعقیب او له ترلاسه شويو تجربو څخه په سیمه کې ګټه پورته او له بزګرانو سره يې هم شریکې کړي، تر څو د طبیعي سرچینو په مدیریت کې ښه والی رامنځته شي.
د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې ولایتې مئسول محمد ابراهیم قادري یاد ورکشاپ د طبیعي سرچینو د ټولنیز مدیریت لپاره مهم وباله او زیاته يې کړه، چې د طبیعي سرچینو مدیریت د یوې ښې ټولنې په شتون کې ممکن کیدای شي.
د یادولو وړ ده، چې په یاد ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د طبیعي سرچینو د مدیریت په برخه عملي او نظري زده کړې ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۱
Background image

د پکتیا دکرنې رییس د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو سره وکتل

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي په داسې حال کې، چې ددې ریاست یوشمېر نورو چاروکو هم شتون درلود د افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

کندهار کې د نیالګیو روزنځایونو او سبو څخه څارنه او د مورنیو تخمونو نمونې واخیستل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د سوېل لوېدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو امریت کارکوونکو لخوا، په کندهار ولایت کی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

لوګر کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې د ولایت محمدآغې او څرخ ولسوالیو پر۲۰۰ تنو اړمنو. . .

بازگشت