د اروپایي اتحاديې اود کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د لیږد پروژه

mail-admin

د اروپایي اتحاديې اود کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د لیږد پروژه

جنوري ۲۰۱۴ تر ډسمبر ۲۰۱۸

شا لید

اروپايې اتحادیه د لسو کالونو را پدې خوا د کرنې د پراختیا سکټور سره مرسته کوي. دا مرستې د پنځه مهمو پروګرامونو (AHDP, PHDP, AVSIDP, SAEMISS and IPC)) له لارې او همدارنګه د کرنې مختلفو سکټورنه لکه د تخم صنعت، څارویو روغتیا، بڼوالي او همدارنګه په نورو پروګرامونو کېد کرنې وزارت سره د پام وړ مرستې کوي. د دې پروګرامونو تطبیق سره به موثرې اړیکې رامنځته شي او همدارنګه د دولتی خدماتو په وړاندې کولو او رسولو سره د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی. پخوا حالات ډاډمن نه ول خو د داسې پروژو به تطبیقولو سره د دولت فعالیتونو په عرضه کولو کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي او دا پروسه به د دولت تر چتر لاندې کار کوي.

پر همدی اساس، اروپايې اتحاديې هوکړه وکړه چې  یو ملاتړی واحد رامنځته کړي ترڅو وکولای شي د پروژو د ليږد په برخه کې چارې په ښه توګه سمبال کړي، هماغه وو چې د EU-MAIL Transition Project)) پروژه رسما د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کی په کار پیل وکړ. د دی پروژې له لارې به وکولای شو چې د دولتي سکټور کړنې او د همدې پروژې تطبیق شوې چارې چې د همدې پروژې د کارکونکو له لارې ترسره شوي دي، په ښه توګه د دولت له تشکیلاتو سره مدغم شي او بودیجه يې له پراختيايي بودیجې څخه عادي بودیجې ته واوړي.

ملاتړي واحدونه

  • د تخمونو د تصدیق ریاست: دغه ریاست په مختلفو ځایونو کی کرنیز تخمونه تائيدوي او د بیوټکنالوژۍ د لابراتور په واسطه کرنیز تکثیری توکی( قلمه، لایرینګ، پنډک) د باغداري د صنعت د ودې لپاره چې له هر ډول ناروغیو پاک ويتائیدوي.
  • د بڼوالۍ پراختیايي مرکزد هیواد په شپږو مهمو زونونو کی ځای لري، ټول مرکزونه د ملي کلیکسون په نوم دي او څیړنیزو چارو کېورڅخه ګټه اخیستل کیږي.
  • د کرنیزې احصایې او د مارکیټ  معلوماتو ریاست، د کرنې په برخه کې  باورمند او کره ارقام او معلومات د جي ای اس او ام ای اس له لارې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ته چمتو کوي.
  • د خوراکي توکو د خوندیتوب هر اړخیزه ډلبندي د خوراکي توکو اړوند ارقام او معلومات تولیدوي او د اړوندو ادارو سره يې شریکوي. د دې موخه دا ده چی بشري مرستېاړمنو کسانو ته ورسیږي.
  • د څارویو د روغتيا ریاست د ناروغيو د مخنیوي په موخه واکسین تولیدوي، دغه واکسین دCVDRL او AVPL په واسطه تولیدوي.

لاسته راوړنې:

  • پروژه د مالي او اداري چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه لري لکه بودیجه، تدارکات، مصارفات، د شتمنیو مدیریت، بشري سرچینې او داسې نور.
  • ډیری يې هغه بستونه چې د پروژې په تشکیل کې شامل و. چې په ۱۳۹۵ کال کې د دولت په تشکیل کې شامل شول. تشکیل د بشري سرچینو له خوا بشپړ شوی دی او د ملکي خدماتو کمیسیون ته استول شوی دی. تر اوسه پورې د بشري سرچینو ریاست د تشکیلاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د تخمونو د تصدیق په ریاست کې یې څه د پاسه ۸ بستونه د سی بي آر له لارې طی مراحل کړي دي. او په پام کی ده چې همداسې نوي بستونه به د سي بي آر له لارې د وترنرۍ او احصايې يه ریاست کې هم په پام کې ونيول شي.
  • دا پروژه  د پنځو نورو پروژو سره د ښونیزو پروګرامونو په لاره اچولو کې ملاتړ کوي. په ۱۳۹۶ کال کې یې بودیجه د سرکولر په برخه کی اړین اسناد برابر کړي دي. دغه اسناد د تیر کال د بودیجې په اساس چمتو شوي دي.
  • د حقوقی او قانونی مواردو له اړخه دغې پروژې د حیواني علومو د ریاست سره د قوانیونو، مقرراتو په برخه کې کار کړی دی. د همدې پروژې د تخنیکي همکاریو په اساس د وترنرۍ ریاست د حیواني علومو قانون مسوده ترتیب او بلاخره تائید شوه. همدارنګه ځینې نور حقوقي اسناد لکه د وترنرۍ د درملنې د تولیداتو قانون، د څارویو او د څارویو د صادراتو او وارداتو د مقررې ترتیبول، او ځینې نور مهم حقوقي اسناد چې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د پالیسو د تحلیل په آمریت کې تر کار لاندې دي. و وترنرۍ د ملی لابرتوار ستراتیژۍ باندې هم کار شوی دی؛ او اوس د بیا کتنې په موخه د وترنرۍ په ریاست ته ليږل شوی دی. د یادونی وړ ده چې د خصوصي خدمات د وړاندې کولو کړنلاره د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د پالیسو د تحلیل له آمریت له خوا رد شوې او پر نوي کړنلاره کار روان دی.

د یادونی وړ ده چې تر اوسه د لیږد پروژه د کرنې وزارت بيلابیلو ریاستونو (AVPL PHDC SPCD PBTL AHD

CVDRL) او پروژو ته د ښونیزو پروګرامونو لکه پلان جوړونې، د بودیجې چمتو کول، عامه تدارکات او مالی مسایلو په برخه کې او همدارنګه د ښونیزو پروګرامونو په چمتو والي کې ستر رول لوبولی دی.

 

  • د انتقال پروژی تر اوسه شپږ څیړنې تر سره کړي دي چې څنګه وکولای شو عامه اورګانونه په نوي حقوقی بنسټونو باندې بدل کړو، چې کیدای شي عامه وي او یا هم خصوصي. د يادو ریاستونو مطالعه ښيي چی څنګه کولای اوسني حالت کېښه والی راولو.

دا پروژه ختمه شوې ده.