میدان وردګ کې ۷۶۵ متراکم او عادي بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۴:۹
میدان وردګ کې ۷۶۵ متراکم او عادي بڼونه جوړېږي

۱۰ وری ۱۴۰۰
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ۷۶۵ جریبه نویو بڼونو د جوړولو په پار پر بڼوالو د نیالګیو د وېش لړۍ پای ته ورسېد.
د میدان وردګو د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو ۷۶۵ جریبه بڼونو له ډلې ۳۵ جریبه یې متراکم بڼونه دي، چې دکرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې «HVCDSP» او ۷۳۰ جریبه نور یې عادي بڼونه دي، چې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» له خوا جوړېږي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساري پرمختګ دی.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست پر دې سربېره، چې کروندګرو ته تصديق شوي نيالګي ورکړي دي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې میدان وردګو ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې دود کړي، چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله کنفرانس په کندهار کې پیل شو

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل پوهنتون لخوا د کندهار ولایت د اناستو په پوهنتون کې د «افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې لومړنۍ نړۍواله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د اروپايي ټولنې له اقتصادي رییس سره وکتل

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ تخنیکي غونډه د اروپايي ټولنې له اقتصادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار کې لسګونو کسانو ته د لبنیاتو او مېوو د پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوه  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لبنیاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د پروسس په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د کندهار کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت