نیمروز کې د کمال‌خان بند د پرانیستې په مناسبت کرنیز نندارتون او د بزګر مېله په لاره واچول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۹:۵۰
نیمروز کې د کمال‌خان بند د پرانیستې په مناسبت کرنیز نندارتون او د بزګر مېله په لاره واچول شوه


۵ وری ۱۴۰۰
د نیمروز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کمال‌خان بند د پرانیستې او بزګرمېلې په مناسبت کرنیز نندارتون په لاره واچول.
د کمال‌خان بند پرون، د ولسمشر محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست مرستیالانو او دغه راز د کابینې د یوشمېر نورو غړو په شتون کې رسماً پرانیستل شوه.
ولسمشر محمد اشرف غني او د کابینې یوشمېر نور غړي، د ودان او سمسور افغانستان په هیله، لومړی د کمال‌خان بند په سیمه کې نیالګي کېښودل او وروسته یې د کمال‌خان د بند پرانیسته وکړه.
د کمال‌خان بند له پرانیستې وروسته ولسمشر او ورسره مل پلاوي، له هغه کرنیز نندارتون څخه چې د نیمروز د کرنې ریاست له خوا په لاره اچول شوې وه لیدنه وکړه.
د نیمروز ولایت د کرنې ریاست په کرنیز نندارتون کې، ډول ډول حیواني او کرنیز توکي، کرنیز ماشینونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي ول.
د کمال‌خان بند له ۷۰۰ کلونو انتظار وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. ددې بند په جوړېدو سره څه باندې ۱۷۴ زره هکټاره ځمکې خړوبه او تر کرکېلي لاندې راځي او نیمروز یوځل بیا د اسیا د غلو دانو ګدام او په منځنۍ اسیا کې خپل برم بېرته ترلاسه کوي.
د کمال‌خان بند په جوړېدو سره کرنیز محصولات زیاتېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
Background image

دمیدان وردګ دایمیرداد کې بزګرانو ته دهوږې دکښت په هکله لازمې لارښونې وشوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د ډاکار مؤسسې او دایمیرداد ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کارمندانو له. . .

بازگشت