پیام محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان به مناسبت روز دهقان

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲ - ۱۰:۳۶
پیام محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان به مناسبت روز دهقان

بسم الله الرحمن الرحیم

روز دهقان را به همه دهاقین عزیز و زحمتکش کشور تبریک عرض می کنم.

بهار سرآغازشکوفایی طبیعت، جنب و جوش و تحرک دهقانان در مزرعه و کشت زارها است. خوشبخانه افغانستان سرزمین حاصلخیز، با آب وخاک مناسب برای زراعت می باشد.
مدیریت آب، ساخت بندها وکانال ها و زیرساخت های اساسی برای توسعه زراعت از اهداف مهم در سال جاری و سال های بعد خواهد بود.

موږ به ژر کمال خان بند چې د کرنې وده او اوبو لګولو کې مهم رول لري، پرانیزو. د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د اوبو کانالونو او د کرنې زېربناو پر جوړولو کار جریان لري.

همداراز د ګرانو بزګرو د ملاتړ په موخه د بازار موندنې او د مناسب داخلي او بهرني مارکیټ په برخو کې منظمې برنامې لرو.

دا برنامې د دې لامل شوي چې د بزګرو محصولات په وړ بیه او مناسب وخت مارکیټ او بازار ته وړاندې شي. همداراز د هیواد په داخل کې د جوړو شویو سړو خونو او پروسس فابریکو ملاتړ لا پياوړې کېږي. 

طی سال های اخیر با استفاده از میدان های هوایی کشور به هدف صادرات محصولات به خارج استفاده موثر شده است و این برنامه ها توسعه خواهد یافت.

ایجاد نمایشگاه های زراعتی در ولایات مختلف و همچنان در مناسبت ها و فصل های مختلف به هدف فروش و عرضه محصولات دهاقین توسعه پیدا خواهد کرد.

 در این میان سهم زنان در زراعت هر روز برجسته می گردد. ایجاد سبز خانه ها و گل خانه ها که توسط زنان مدیریت می گردد، در اقتصاد فامیل ها نقش مهم دارد.

افغانستان باید په بېلابېلو برخو کې د کرنې د منظمو برنامو په لرلو سره پر ځان بسیا شي. موجوده ظرفیتونو ته په پام اړ نه یوو چې دغه اړتیاوې دې له ګاونډیو هیوادونو تامین شي.
د هیواد د کرنې میکانیزه کول، د اسانتیاو په موخه له نویو وسایلو استفاده او همداراز د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی د کرنې د پراختیا لپاره اړین دی. 

یو ځل بیا ټولو ته د دغې ورځې مبارکي وایم او خدای (ج) ته دعا کوم چې په نوي کال کې زموږ د بزګرو پيداوار زیات شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت