هلمند کې د مارو کدو حاصلات بازار ته وړاندې شول

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۴:۲۷
هلمند کې د مارو کدو حاصلات بازار ته وړاندې شول

۱۷ کب ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د مارو کدو حاصلات بازار ته وړاندې شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږکال د هلمند ولایت په څه باندې ۶۲۴ هکټاره ځمکه کې مارو کدو کرل شوي دي، چې د اټکل له مخې هر هکټار یې ۱۲ مټریک ټنو کدو تولیدوي، چې په ټولیزه توګه به ددې ولایت د مارو کدو د حاصلاتو کچه به نږدې اووه زره او ۴۸۸ ټنو ته وسېږي.
د ښاغلي الکو په خبره له هلمند څخه هره ورځ لسګونه مټریک ټنه مارو کدو ګاونډیو ولایتونو ته صادرېږي.
زلمی الکو وایي، چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او د یاد ولایت په یوشمېر نورو ولسوالیو کې ډول ډول موسمې سابه کرل شوي دي، چې تمه ده له وخت مخکې بازار ته وړاندې شي، چې تر ډېره په د وارداتو مخه ډب او په سیمه ییزه کچه به د سبو بیې ثابتې پاتې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت