د "امید" د کرنيز اقتصاد د پروژې پنځه ورځنۍ غونډه پيل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۸:۳۰
د "امید" د کرنيز اقتصاد د پروژې پنځه ورځنۍ غونډه پيل شوه

۳ کب ۱۳۹۹
د اميد "OMAID" کرنيز اقتصاد د کډې پروژې پنځه ورځنۍ غونډه په انلاين بڼه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي او دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت الله غفوري او د نړيوال بانک، دسوداکرۍ او صنايعو وزارت او ماليې وزارت د استازو په کډون پيل شو.
تدارکات، مالي او د پروژې د پليکېدو څرنکوالي به ددې پنځه ورځني غونډې د خبرو موضوعات وي او په پای کې د څلورو نهادونو ترمنځ هوکړه ليک لاسليک کېږي.
د کرنې وزير په خپل وينا سره ياده غونډه پيل کړه او ددې پروژې پر اهميت خبرې وکړې.
په همدې توکه د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت الله غفوري هم په دې غونډه کې وويل، چې د کرنې وزارت د برنامو د پرمختګ او د پروژې د پلي کېدو په برخه کې په لوړه کچه همکار دی.
د اميد پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ترمنځ ګډه پروژه ده.
د کرنې وزارت ددې پروژې په پلي کېدوکې د کرنيزو محصولاتو او خوړو خونديتوب په برخه کې کار کوي او دسوداکرۍ او صنايعو وزارت د يادو محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې فعاليت کوي.
د اميد کرنيز اقتصادي پروژه د نړيوال بانک له خوا د ۱۷۵ ميليونه ډالر بوديجې سره د پنځو کالو په ترڅ کې پلي کېږي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کندهار کې ۸۰ بېوزلو او راستانه شویو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې او ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې ۸۰ بېوزلو، اړمنو او تازه راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د ۴۳ زره امریکايي ډالرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سازښت او د بزګرانو د مقاومت د کچې د لوړولو په موخه، د کرنې او مالدارۍ سکټور د. . .

بازگشت